د افغانستان د معدنونو د سروې او مديريت د روزنې کورس په بېجينګ کې تر سره شوی
CRI2024/06/27 20:51:01
شريکول:

د افغانستان د معدنونو د سروې او مديريت د روزنې کورس د جون له ۱۳مې نېټې څخه د همدې مياشتې تر ۲۶مې نېټې پورې د چين د تجارت وزارت په مشرۍ د دغه هېواد د جيولوژيکي سروې پرمختګ څيړنيز مرکز تر تطبيق لاندې جوړ شوی.

د افغانستان د کانونو او پيټروليم وزارت د مختلفو څانګو ۲۲تنه کارکوونکو په دې کورس کې ګډون کړی دی. دوی د دې کورس په اړه فعالې ارزيابۍ لري.

له څوارلسو ورځو وروسته د کورس د پای په مراسمو کې برخوالو ته د بري ليکونه ورکړل. افغان ګډون کوونکو په راتلونکې کې د خپل هېواد د معدني چارو د پرمختګ په هکله ټيڼګ هوډ څرګند کړ او هم يې په دې ساحه کې د چين او افغانستان تر منځ د همکارۍ د زياتېدو هيله وښودله.