شي جين پينګ: د چین د کمونېست ګوند د بشپړې ادارې سیسټم باید بشپړ شي
CMG2024/06/28 17:42:55
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې سیاسي بیورو د جون په ۲۷مې نېټې د ګوندي سیسټم د بشپړې او جدي ادارې د جوړولو په پار ۱۵مه ډله ییزه زده کړه ترسره کړې ده.

 د یادې مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جین پينګ د لارښوونو پر مهال ویلي، چې په نوې زمانې کې د چین د کمونېست ګوند ابادۍ کې باید د سیاسي جوړښت تر لارښوونې لاندې مختلفې برخې یو پر بل تکیه ولري او اړوندې چارې بايد د مرکزي کمېټې د مهمو نظریو له مخې ترسره شي. 

نوموړي په اشارې ویلي، چې ګوندي غړي باید د کمونېست ګوند پر هراړخیزې لارښوونې ټینګار ولري، په نوې زمانې کې د ګوند د ابادۍ عمومي غوښتنې باید تطبیق کړي او په علمي طریقو او لارو باید د چین کمونېست ګوند د ‌جدي ادارې سیسټم بشپړ کړي.