د افغانستان په بامیان ولایت کې په دې وروستیو ورځو کې سخت بارانونه شوي، چې له امله يې زورور سیلابونه راوتلي او ۷ کسان يې وژلي او ۱۰ نور تری تم دي.
د بامیان د والي ویاند عبدالصبور سیغاني د جون په ۲۶مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله په دغه ولایت کې کرنیزې سیمې، سړکونه او پلونه سخت ویجاړ شوي دي.
نوموړي ويلي، ژغورونکې ډلې د ورکو کسانو په لټون بوخت دي.