اروپايي ټولنې او اوکراین امنیتي تړون لاسلیک کړ
CMG2024/06/28 10:50:26
شريکول:

اروپايي ټولنې د جون په ۲۷مې نېټې په بروکسل کې د دې ټولنې د سرمشریزې په ترڅ کې له اوکراین سره امنیتي تړون لاسلیک کړی دی.

اروپايي ټولنه به د دغه تړون له مخې له اوکراین سره د وسلو برابرولو او پوځي روزنې په شمول نهو برخو کې مرستې کوي.

د اروپايي شورا رئيس چارلس میشل، د اروپايي ټولنې د کمېټې رئيسې ون دير ليون او د اوکراین ولسمشر زیلینسکي په همدې ورځ دغه تړون لاسلیک کړی دی.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ليتوانيا او ایسونيا هم په همدې ورځ له اوکراين سره امنيتي تړونونه لاسليک کړي دي.