شي جين پينګ په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو د خپرېدو د ۷۰مې کاليزې په يادغونډې کې ګډون وکړ
CMG2024/06/28 10:53:59
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۸مې نېټې په سهار د پلازمېنې بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو د خپرېدو د ۷۰مې کاليزې په يادغونډې کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي په خپلې وينا کې ويلي، چې د انساني ټولنې د پرمختګ په تاريخي بهير کې، د هېوادونو ترمنځ د اړيکو چلند، د نړيوالې سولې او امنيت خونديتوب او د انسانانو پرمختګ د بېلا بېلو هېوادونو لپاره ډېر مهم بلل شوي دي. 

نوموړي ويلي‌، چين ۷۰ کاله مخکې د سوله ييز ګډ ژوند پنځه اصول خپاره کړي او د نړيوالو اړيکو په تاريخ کې ډېر مهم ياد شوي دي.

شي جين پينګ د دغې يادغونډې موخه دا بللې، چې نړيواله ټولنه په نوي عصر کې د سوله ييز ګډ ژوند پنځه اصول نور هم پراخ کړي او په ګډه د انسانانو ګډ برخليک ټولنه اباده کړي، څو د بېلا بېلو تمدنونو د پرمختګ لپاره خوځنده ځواک برابر شي.   

چين ۷۰ کاله مخکې د سوله ييز ګډ ژوند پنځه اصول وړاندې کړي، چې عبارت دې، د هر هېواد ځمکنۍ بشپړتيا او حاکميت ته متقابل درناوی، يو پر بل نه تېری، د يو بل په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه، د برابرو او متقابلو ګټو خونديتوب او د ګډ سوله ييز ژوند ساتنه .

دغه پنځه اصول د تېر ۷ لسیزو په درشل کې ټولشموله او پراخ شوي او د نړیوالو اړيکو او د نړيوال قانون اساسي اصول ګرځېدلي دي او د انسانانو د پرمختګ لپاره ډېر ګټور تمام شوي دي.