د اروپايي ټولنې سرمشريزه غونډه د جون په ۲۷مې نېټې د بلژيک په پلازمېنې بروکسيل کې ترسره شوه او د دې ټولنې ځينو رياستونو ته یې نوي مشران نوماند کړي دي.
اروپايي شورا ون ديرليون د اروپايي ټولنې کمېټې د رئيسې په توګه، د پورتګال پخوانی صدراعظم انټونيو ماريا کوسټا د اروپايي شورا د راتلونکي رئيس په توګه او د ايسونيا صدراعظمه کاجا کالاس د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو د لوړپوړې استازې په توګه نوماند کړي دي.