جيورجيف رديف د ناټو په سرمشریزې کې ګډون رد کړ
CMG2024/06/28 11:23:19
شريکول:

د بلغارستان ولسمشر رومن جيورجيف رديف د جون په ۲۸مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د روانې شخړې له پيل راهيسې يې د ټولنیز امنيت د تامين، د دفاعي توان د لوړوالي، د ناټو د سيمه ييز پلان د پلي کولو او دفاعي بودجې له زياتولو ملاتړ کوي، خو د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې په اړه د خپل هېواد د سرپرستې کابينې لخوا تصويب شوی اړوند چوکاټي سند کې ځینې ژمنې نه مني، نو ځکه د ناټو په سرمشريزې کې ګډون ردوي.

د ناټو سږنۍ سرمشریزه به د جولای له ۹مې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې د امریکا په واشنګټن کې ترسره شي.

(ژباړه: شکريه)