کوریا جمهوريت، امریکا او جاپان ګډ پوځي تمرين ترسره کوي
CMG2024/06/28 10:51:34
شريکول:

د کوريا جمهوريت (جنوبي کوریا) د جنورۍ د جون په ۲۷مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ځواکونه به یې په همدې ورځ له امریکايي او جاپاني ځواکونو سره د جیجو ټاپو جنوبي سمندر کې د ازادۍ څنډې(Freedom Edge)په نوم لومړی ګډ پوځي تمرین ترسره کړي او درې ورځې به دوام ولري.

جنوبي کوريا، امريکا او جاپان د سمندر، فضا او انټرنېټ په شمول څو برخو کې د "ازادۍ څنډې" تمرینونه ترسره کوي، چې په ترڅ کې به يې د درې واړو هېوادونو ځواکونه د سمندري توغنديو ضد، د هوايي دفاع عمليات، د لټون او ژغورنې، مخنیوي، د انټرنېټي دفاع په شمول څو برخو کې ګډ تمرينونه ترسره کړي.