د داوس ۱۵م دوبنی فورم پای ته ورسېد
CMG2024/06/28 15:08:36
شريکول:

 

د داوس ۱۵م دوبنی فورم د جون په ۲۷مې نېټې د چين په دا ليان ښار کې پای ته ورسېد.

دغه فورم (د راتلونکي پرمختګ نوی لوری) په عنوان تر سره شو او د نړۍ د څه دپاسه ۱۰۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۱۷۰۰ استازو پکې ګډون کړی و.

د فورم ګډونوالو د نوي نړيوال اقتصاد، د مصنوعي ځيرکتیا په موده کې د تصديو روحيه او د اقليم، طبيعت او انرژۍ اړيکو په شمول د شپږو موضوعاتو په اړه بحثونه کړي دي.

د ګډونوالو په نظر، د چين نوي کيفيت توليدي توان پرمختګ کړی، باکيفيته پرمختګ يې پرمخ روان دی او نه يوازې د خپل پرمختګ لپاره يې خوځنده ځواک برابر کړی، بلکې د نړۍ اقتصاد ته یې هم نوی ځواک ورکړی دی او د بېلا بېلو هېوادونو د شرکتونو لپاره يې د همکاريو نوي فرصتونه برابر کړي دي.