ولې د فوټبال اروپايي کپ لوبډلې له چينايي سوداګرو سره همکارۍ خوښوي؟
CMG2024/06/28 16:06:42
شريکول:

د ۲۰۲۴م کال د فوټبال اروپايي کپ لوبې په ډېرې ښې فضا کې روانې دي او لوبډلې پکې خپل بخت ازمويي. په دغسې مشهورو نړيوالو لوبو کې د سپانسر یا ملاتړ چارې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ د اندازې مهمه کړکۍ بلل کېږي.

له کرونا وبا وروسته، د اروپايي کپ د روانې دورې لوبډلې له ديارلسو نړيوالو همکاريزو سپانسرانو سره همکاريز تړونونه لري، چې پنځه يې د چين دي او پر دې اساس چين د فوټبال اروپايي کپ مسلسلو دوو دورو ته تر ټولو لوی سپانسران ورکړي دي.

نړيوالې لوبې د سوداګريزو همکاريو پوخ سيسټم او زيات سپانسران لري، چې پکې نه يوازې نړيوال شرکتونه برخه لري، بلکې ځايي شرکتونو ته هم پکې فرصتونه برابرېږي.

د لوبډلو لپاره د سپانسرانو د انتخاب معيار دا نه دی، چې ګواکې کومه خوا زياتې پیسې ورکوي او همغه خوا به غوره کوي، بلکې دوی هغه برانډونه ټاکي، چې ورته ارزښتناکې نظريې ورکوي، په ټېکنالوژۍ کې دوامدارې پانګونې کوي او د توليداتو په جوړولو کې نوښتونه لري.

پنځه چينايي شرکتونه د فوټبال اروپايي کپ سپانسر يا مالي ملاتړ کوي او دغه شرکتونه (د ډيجيټلي بريښنايي وسايلو، د پاکې انرژۍ موټرو، د سمارټ ګرځنده ټليفونونو، د نړيوالې انلاين سوداګرۍ او د پیسو د انلاین ورکولو ټېکنالوژۍ) چارې ترسره کوي او د نړۍ ګوټ ګوټ ته خپل تولیدات رسوي. د چين ياد شرکتونه د نويو سمسورو نړيوالو چارو په مخکښو سیمو کې شامل دي او ځانګړي او مخکښ نړيوال مقامونه لري.

د چين د بي واي ډي(BYD) شرکت د پاکې انرژۍ د موټرو د اختراع او توليد په برخه کې مخکښ مقام لري او په يادو لوبو کې د موټر کارولو خدمتونه کوي.

د چين د وي ايي وي او(VIVO) يا ځيرک ګرځنده ټليفون شرکت په دغو لوبو کې اړوند خدمتونه ترسره کوي.

د چين هيسينسي شرکت دغو لوبو ته د ويډيويي مرستیال څار (VAR) تخنيکي ملاتړ برابروي. د پیسو انلاین سيسټم د سپانسر بدلون د نړيوالې پولي ساينس او ټېکنالوژۍ د پرمختګ مهمه نښه بلل کيږي او له اوږدې مودې راهيسې په نړيوالو لويو سپورټي لوبو کې د ماسټر کارټ(Master Card) او ويزه (VISA) سیسټمونه کارول کيږي. د چین د الي پي (Alipay) شرکت په ۲۰۱۸ کال کې دغه حالت بدل کړی او دغه شرکت په نړيواله کچه په انلاين ډول د تکيه کولو په چارو کې زيات نوښتونه کړي، چې پراخې اغېزې لري. الي پي (Alipay) د همدې کال په نومبر کې د فوټبال اروپايي اتحاد سره د نړيوالو همکاريو دوستانه اړيکو تړون لاسليک کړی، چې له مخې به یې د اروپا د فوټبال اړوند لوبې اته کاله سپانسر کوي.

چيني تصديو په وروستيو کلونو کې نړيوالې لوبې سپانسر کوي او په حقيقت کې يې په تېرو لسګونو کلونو کې د ډېرو ستونزو په تېرولو سره دغه مقام ترلاسه کړی دی.

چين په ۱۹۷۸م کال کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تطبيق کړي او ټولې نړۍ ته يې خپل بازار پرانيستی دی. چيني تصديو په تېرو لسګونو کلونو کې په بهرنيو هېوادونو کې د څيړنې او اختراع مرکزونه او فابريکې جوړې کړي او ځايي اوسيدونکو ته يې کاري فرصتونه او تخنيکي خدمتونه برابر کړي دي.

د فوټبال اروپايي کپ د لوبډلو په شمول نړيوالو لوبډلو له چيني تصديو سره همکارۍ لري، چې نه يوازې د دغو تصديو پر پولي قوت، بلکې د نوښت له لارې د اقتصاد د اصلاحاتو پر ستراتيژۍ او د نړيوالې سويې د نوې ټېکنالوژۍ د لارښوونې پر توان يې هم باور لري.

اقتصادپوهان په دې اند دي، چې د نړيوالو لوبو سپانسران د نړيوال اقتصاد د پرمختګ تمايل او په ټوله نړۍ کې د اغېزمنو تصديو استازيتوب کولی شي.