د CGTN نظرپوښتنه: ۸۳.۵ سلنه نړيوالو ګډونوالو یې د سوله ييز ګډ ژوند پنځه اصول ستايلي دي
CGTN2024/06/28 13:28:14
شريکول:

ځمکنۍ بشپړتيا او حاکميت ته متقابل درناوی، له شخړو ډډه کول، د يو بل په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه، برابري او متقابلې ګټې او ګډ سوله ييز ژوند؛ هغه پنځه اصول دي چې چين اويا کاله مخکې د ګډ سوله ييز ژوند لپاره مطرح کړي او په نننۍ متزلزله نړيواله ټولنه کې حياتي رول لوبوي. د CGTN له لوري د شوې يوې نړيوالې نظرپوښتنې ۸۲ سلنه ګډونوالو د نړيوالې سولې د ټينګوونکي ځواک په توګه د چين ستاينه کړې ده. ۸۳.۵ سلنه ګډونوالو د ګډ سوله ييز ژوند په پنځو اصولو کې را ټول د حاکميت، عدالت او ډيموکراسۍ ارزښتونه ستايلي او ويلي يې دي چې چين به د نړيوالې ټولنې لپاره د غوره نړۍ په رامنځته کېدو کې مهمه ونډه واخلي.

له ۷۰ کلونو راهيسې تر پراخ پليتابه وروسته د ګډ سوله ييز ژوند پنځه ګوني اصول اوس د نړيوالو مسايلو د تنظيم پر ليدل کيدونکي، ملموس، ممکمن او تکراريدونکي نورم بدل شوي دي. د يادو اصولو له منځه د حاکميت د برابرۍ اصل په پراخه نړيواله کچه منل شوی دی. هېوادونه بايد د يو بل اصلي ګټو او لويو اندېښنو ته درناوی وکړي. ارقام ښيي چې د نظرپوښتنې ۸۰.۸ سلنه ګډونوالو دغه اصل ستايلی او باور لري چې هېوادونه بايد مساوات او متقابلې ګټې وساتي؛ او د نورو هېوادونو پر وړاندې د سلطه پالنې، د زور سياستونو او خپلسريو بنديزونو کلک مخالفت وکړي.

نړۍ دا مهال د تزلزل او بدلونونو نوې مرحلې ته ننوتې او د سولې، انکشاف، امنيت او حکومتولۍ په برخو کې شته درزونه په پراخېدو دي. د ګډ سوله ييز ژوند پنځه ګوني اصول، د بشري ډول ګډ برخليک لرونکې ټولنې د جوړولو له طرحې، د نړيوالې پراختيا له ابتکار، د نړيوال امنيت له ابتکار او له نړيوال تمدني ابتکار سره يو ځای د نړيوالو چارو د تنظيم لپاره د چين اصول او عملياتي پلان جوړوي چې په نړيواله کچه د خلکو له لوري پېژندل شوي دي.

په نظرپوښتنه کې ۷۸.۴ سلنه ګډونوالو باور درلود چې انکشاف د نړيوالو مسايلو د تنظيم پر وړاندې د خنډونو بنيادي حل دی. ۸۲ سلنه ګډونوالو یې ويلي چې نړيوال بايد د مخ پر ودې هېوادونو پر ځانګړو اړتياوو تمرکز وکړي او د بېلابېلو هېوادونو په وده کې د توازن نشتون او نيمګړتياوې له مخې لرې کړي. ۸۴.۷ سلنه ګډونوالو یې بيا پر هېوادونو غږ کړی چې د متنوع همکاريو له لارې نړيوال اقتصاد، ثبات او پراختيا خوندي کړي.

پر دې سربېره، امنيت د پراختيا لپاره خورا اړين دی. د نظرپوښتنې ۸۵.۶ سلنه ګډونوالو د متوازن، مؤثر او پايدار امنيتي جوړښت د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده. ۷۹.۴ سلنه ګډونوال پر دې باور دي چې مخکښ هېوادونو بايد خپلو کورنيو وړتياوو ته په پام سره په فعاله توګه  نړيوالو مسووليتونو ته اوږه ورکړي. ۸۵ سلنه  نورو بيا د ټکرونو او ويش مخالفت کړی او ويلي یې دي چې د همکاريو او جامعيت له لارې دې د نړۍ يووالی ټينګ شي.

د ګډ سوله ييز ژوند پنځه ګوني اصول د چين په اساسي قانون کې ځای پر ځای شوي او د دغه هېواد د بهرني سياست بنسټ جوړوي. چين په ډيريدونکي ډول په نړيوالو مسايلو کې ښکېل دی او د ستونزو د هواري لپاره چيني حل لارې او حکمتونه وړاندې کوي. د نظرپوښتنې نړيوالو ګډونوالو د لا ډير مناسب او لا ډير عادلانه نړيوال نظام په رامنځته کولو کې د چين د هڅو ستاينه کړې ده. ۷۴.۴ سلنه ګډونوالو باور څرګند کړی چې د چين بهرني سياستونه د نړيوالې سولې په ټينګښت کې مهمه ونډه لري. ۸۴.۷ سلنه یې باور لري چې هېوادونه یې بايد له چين سره ښې اړيکې ټينګې کړي. ۷۶.۴ سلنه نورو یې بيا ويلي چې چين ته د يوه داسې لوی مسوول هېواد په نظر ګوري چې د نړيوالو مسايلو په هواري کې مثبت رول ادا کوي.

پورتني ارقام د CGTN له دوو نړيوالو نظرپوښتنو راټول شوي دي. په يادو نظرپوښتنو کې د متحدو ايالتونو، انګلستان، جرمني او جاپان په څېر د پرمختلليو او د پاکستان، هند، جنوبي افريقا، برازيل او مکسيکو په څېر د مخ پر وړدې هېوادونو په ګډون د ۳۶ بېلابېلو هېوادونو ۱۱۷۰۶ تنو اوسېدونکو برخه اخيستې وه.