د سي جي ټي اېن نظرپوښتنې د اسيايانو په سترګو کې د امریکا منفي بڼه رسوا کړې
CMG2024/06/28 15:10:07
شريکول:

سي جي ټي اېن او د چين ژن مين پوهنتون د يوې ګډې نظرپوښتنې پايله خپره کړې، چې له مخې يې ډېری اسيايان امریکا ګډوډۍ، جګړې او تسلط خوښوونکې بولي.

د نظرپوښتنې ٪ ۸۴.۴ ګډونوالو په امريکا کې د ډزو او زورزياتي پېښو ډېروالی د دغه هېواد د ټولنې سخته ستونزه بللې، ٪ ۷۵.۴ ګډونوال يې پدې اند دي، چې په امريکا کې د سیسټماتيکې نژادپالنې ستونزه موجوده ده، ٪ ۷۵.۸ ګډونوال يې پدې نظر دي، چې د دغه هېواد په ټولنې کې د غریب او بډايه ترمنځ واټن ورځ تر بلې زياتېږي او ٪ ۶۹.۹ ګډونوالو یې بيا په دغه هېواد کې پر نشه يي توکو د روږدو ستونزه ډېره سخته بللې ده.

د دې نظرپوښتنې ٪ ۷۱.۷ ګډونوال پدې اند دي، چې امريکا همېشه د ډيموکراسۍ په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې او مداخلې کوي او ٪ ۷۵.۴ ګډونوالو يې امريکا په نړۍ او تاريخ کې تر ټولو ډېر جګړه خوښوونکی هېواد بللی دی.

د سروې ٪ ۷۰.۲ ګډونوالو بیا په نورو هېوادونو کې د امريکا لخوا د راپارول کېدونکو انقلابونو او پراکسي جګړو له امله اندېښنې ښودلي او ٪ ۷۳.۶ ګډونوال يې پدې نظر دي، چې د امريکا لخوا پیل شوې جګړې د سختو بشري ناورينونو سبب شوې دي. د نظر پوښتنې ٪ ۷۳ ګډونوال پدې اند دي، چې له نورو هېوادونو سره د امریکا پوځي مرستې او د وسلو پلور يې نړيوالې سولې او ثبات ته سخت ګواښ پېښ کړی دی.

يادې نظرپوښتنې کې د سينګاپور، سعودي عربستان، تايلنډ، عربي متحده اماراتو، فيليپين، هند، اندونيزيا، ماليزيا، پاکستان او جاپان په ګډون د ۱۰ اسيايي هېوادونو ۲۰۰۹ خلکو برخه اخيستې ده.