په بېجينګ کې د ۲۰۲۴م کال د بې پيلوټه الوتکو د صنعتي چارو نړيوال نندارتون ترسره شو
CRI2024/06/28 15:53:20
شريکول:

د ۲۰۲۴م کال د بېجينګ د بېپيلوټه الوتکو د صنعتي چارو نړيوال نندارتون(UAS EXPO CHINA) د جون له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې د چين د پلازمېنې بېجينګ په شوه ګانګ مرکز کې ترسره شو.

په دغه ننداتون کې کورنيو او بهرنيو ډرون شرکتونو برخه اخيستې وه او د کرنې، ځنګلونو او نيالګيو د ساتلو، د توکو لېږد رالېږد، د چاپېريال څېړنې، د انرژۍ نقشې په شمول په ډېرو برخو کې يې د بې پيلوټه الوتکو سیسټمونه نندارې ته وړاندې کړي دي.