د امريکا د ولسمشريزو کانديدانو تر منځ د سيالې لوبه
CMG2024/06/29 18:44:05
شريکول:

د امريکا اوسني ولسمشر او د ډيموکراتيک ګوند غړي جو بايډن او پخواني ولسمشر د جمهوريپال ګوند غړي ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴م کال د جون په ۲۸مه نېټه د ولسمشريزو کانديدانو تر منځ لومړۍ ټلويزيوني مناظره تر سره کړه. دواړو کانديدانو د امريکا په دننه کې د اقتصاد او سياست په شمول مسئلو په هکله د خپلو ځانونو ستاينې هم وکړې او يو پر بل یې نيوکې وکړې، دغه راز د افغانستان د جګړې، د اوکراين او روسیې تر منځ د شخړې او د چين په هکله د دريځ په شمول د مسئلو په هکله يې لفظي شخړې کړې دي.

د امريکا د سي ان ان د خبر له مخې، جو بايډن د افغانستان د جګړې په هکله پر ټرمپ انتقاد کړی، چې د ده د ماموريت په موده کې دوی (امريکايي سرتېرو) په افغانستان کې ډېر خلک وژلي، خو په خپله يې هېڅ ناوړه کړنې نه دي تر سره کړې. په دې هکله ټرمپ بايډن ته ځواب ورکړ، چې هغه تل کوشش کړی، چې امريکايي پوځ کولی شي د وقار، قوت او توان په ساتلو سره له افغانستان څخه ووځي، خو د بايډن پر حکومت يې نيوکه کړې، چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ وتل د دغه هېواد په تاريخ کې تر ټولو سخته ورځ وه.

امريکا شل کلونه په افغانستان کې جګړه کړې، چې دغه هېواد او د دغه هېواد خلکو ته رسولي زيانونه د وخت په تېرېدو سره د خلکو لخوا هېر شوي دي. اوس د امريکا اوسني ولسمشر او هم مخکني د نوي ولسمشر د ماموريت لپاره بيا دغه جګړه ياده کړې، دوی يو پر بل نيوکې کوي، او په دې وجه دا افشا شوي، چې په دغه جګړه کې زياتې تېروتنې او غلطۍ شته. جو بايډن او ټرمپ په خپل کمپاین بوخت دي، خو د نړيوالو په سترګو کې دوی د امريکا د واکمنۍ کچې استازيتوب کوي. دوی په خپلې سيالې کې د يو بل تېروتنو ته ګوته نيولې، خو په همدې وخت کې يې د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپل ناسم نیت هم په ډاګه کړی دی. د امريکا د دوو دورو مشرانو په افغانستان کې سختې تېروتنې تر سره کړې، خو د ولسمشريز مقام ګټلو په هدف يې روښانه کړې او هېڅکله به دغه تېروتنې سمې نه کړي.

بايډن او ټرمپ د ولسمشريزو ټاکنو د سيالۍ په مناظره کې د ځان لپاره ګټور موضوعات انتخاب کړي، دغه راز يو پر بل نیوکې کوي. دوی هر يوه موضوع ټاکلې، يوازې د ملاتړ کولو انډولو زياتوالي د وسيلې په توګه يې کارولې، حتی په دې باندې هم سيالي کوي، چې څوک په ګولف لوبو کې تکړه دي. دواړو کانديدانو ټولو موضوعاتو ته د سيالۍ د لوبو په توګه کتلي، خو په حقيقت کې هر موضوع د زیاتو خلکو له برخلیک، ژوند او حقونو سره تړاو لري.

جو بايډن او ډونالډ ټرمپ د افغانستان د جګړې په هکله داسې يوه جمله راټوله کړه: ۱- د امريکا سرتېرو په افغانستان کې خلک ووژل. ۲- له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو ورځ د امريکا په تاريخ کې تر ټولو بده ورځ ده. دوی د دغو دوو جملو ويلو په وخت کې دا فکر کړی، چې زه بايد د مخالف تېروتنې ته ګوته کړم، څو هغه د خلکو لخوا له منفور شي. خو په دغو دوو کسانو کې هر يو تن راتلونکی ولسمشر ګرځي، د دغو تېروتنو لپاره به هېڅ بيه پرې نه کړي. د امريکا لخوا پيل شوې جګړه ناسمه وه، خو دوی له افغانستان څخه خپل پوځ ايستلی دی، دا حقيقت دی، مګر د افغانستان خلک څنګه وکړي؟ د هغو هېوادونو ملي حاکميت چې ورته سپکاوی شوي، هغه بشري حقونه چې تر پښو لاندې شوي، تل د امريکايي واکمنانو تر ټولو له پامه غورځل شوي دي، دوی د ولسمشريزو ټاکنو په سيالۍ کې ياد کړي، يوازې غواړي د ځان لپاره د ملاتړ انډول تر  لاسه کړي، هېڅ واقعي اهميت په کې نه شته.