چین تل له نورو هېوادونو سره په اړیکو کې په خپل مسوولیت ټینګار کړی
CMG2024/06/29 15:25:29
شريکول:

۷۰ کاله دمخه د اسيا، افريقا او لاتينې امريکا د ملي خپلواکۍ او ازادۍ غورځنګ څپه رامنځته شوه او نویو هېوادونو هیله ښودلې وه چې خپل ملي حاکميت وساتي او دولتي اقتصاد ته پرمختګ ورکړي. پر همدې مهال چينايي مشر په لومړي ځل هغه پنځه ماده ییز اصول وړاندې کړي چې مختلف هېوادونه په سوله کې ګډ ژوند کوي. همدا هغې پوښتنې ته ځواب پيدا کړی شي چې څنګه د هېوادونو ترمنځ اړيکې چلندې شي .

له ۷۰ کلونو وروسته نړۍ له بې ساري بدلون سره مخ ده، نو څه ډول نړۍ او څنګه دغه نړۍ اباده کړو؟ چين دغې پوښتنې ته په ځواب کې دا وړانديز کړی چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه اباده کړو.

په تېرو اوو لسیزو کې که څه هم نړيوال وضعيت او جوړښت بدل شوی، خو د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا ښه والي، د نړيوالې سولې او پرمختګ او د عادلانه او معقول نړيوال نظم د ساتلو لپاره د چين هڅې هېڅکله نه دي بدل شوې.

د چین د دولت رئیس شي جين پینګ د جون په ۲۸مه نېټه په سوله کې د ګډ ژوند د پنځه ماده ییزو اصولو د خپرولو د اويايمې کليزې په یادغونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه او په هراړخيزه توګه د دې اصولو محتوایي او زماني ارزښت ته په کتو، ګډونوالو ته توضيحات ورکړي، په عين وخت کې يې دې ته په اشارې سره ويلي چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي په نوي حالت کې د يادو اصولو دوام دی ، او د نړۍ د پرمختيایي هېوادونو له خوا د نورو هېوادونو له خلکو سره د روښانه راتلونکي د برابرولو لپاره غږ راپورته کړی دی.

د یادو لسیزو راهيسې د نړيوالو اړيکو او د نړيوالو قوانينو د بنسټیزو اصولو په توګه په سوله کې د ګډ ژوند پنځه ماده ییز اصول په يو لړ مهمو سندونو او د چين او شاوخوا سلو هېوادونو په ديپلوماتيکو اعلاميو کې ليکل شوي و. د چين د دولت رئيس شي جين پینګ په خپلې وينا کې د دې اصولو د څلورو تاریخي خدمتونو يادونه کړې او دې ته يې اشاره کړې چې دغه اصول د نړيوالو اړيکو او نړيوالې ادارې لپاره تاريخي معيار ټاکلی، د بېلا بېلو ټولنيز نظم لرونکو هېوادونو ابادۍ او پرمختګ  ته يې لارښوونه کړې، د پرمختيایي هېوادونو ترمنځ د او همکارۍ ، لا قوي کېدو او د نړيوال نظم د اصلاحاتو او بشپړتيا لپاره تاريخي ځیرکتیا او تدبیرونه  هم برابر کړي دي.

د اندونيزيا او چين ترمنځ د همکاريزو اړيکو د څېړنيز انسټيټيوټ د نړيوالو اړيکو د څېړنيزو پروژو مسووله اغلې وي جن يو په دې اند ده چې ياد اصول ډېره ارزښتمنه شتمني ده، نو بايد د دغو اصولو پلي کولو ته ادامه ورکړو.

اوس نړيوال وضعيت کې ستر بدلونونه راغلي دي. نو څنګه په نوي حالت کې دغه اصول وهڅوو او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنه اباده کړو؟ رئيس شي جين پینګ پر دې ټينګار کړی چې بايد د ملي حاکميت د مساواتو پر اصولو ټينګار ولرو، د متقابل درناوي بنسټ دې لا ټینګ کړو، د سولې او امنيت د ساتلو ارمان دې رښتيا کړو، د ګډې سمسورتيا خوځنده ځواک دې راټول کړو او د عادلانه افکارو په لرلو سره پرانيستې رويه دې غوره کړو. ياد شپږ ادعاوې په سوله کې د ګډ ژوند د اصولو د کليدي برخې ښکارندويي کوي او هم د دې اصولو نوښت دی.

د پاکستان د سنا مجلس  د دفاعي کمېټې پخواني رئيس او د پاکستان او چین د انسټيټيوټ رئيس مشاهد حسين په دې اند دی چې د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ فکرونو د انسانانو د ګډ برخليک له حقيقت او د نړيوالې ټولنې له ګډو هيلو څخه سرچينه اخيستې ده او د يوه لوی هېواد په توګه د چين د مسووليت ښکارندويي هم کوي. د چین د ډيپلوماتيکو چارو پوهنځي پروفيسور لي های دونګ زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې په سوله کې د ګډ ژوند پنځه ماده ییز اصول د انساني او دولتي پرمختګ د حل وفصل لپاره يوه ښه لاره چاره ده او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي د دې اصولو دوام دی چې د اوسنۍ پېچلي نړۍ لپاره لا ثبات او مثبت ځواک راوړي.

لکه څنګه چې رئيس شي جين پینګ ويلي و، د تاريخي انتخاب پر وړاندې د پخوا په پرتله د يادو اصولو روحيې ته لا ضرورت لرو او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ په لور دې نه ستومانه کېدونکي هڅې کوو.