په ايران کې ۱۴مې ولسمشريزې ټولټاکنې وشوې
CMG2024/06/29 11:06:21
شريکول:

د ايران د ۱۴مې دورې د ولسمشريزو ټولټاکنو رای اچونه پر ځايي وخت د جون د ۲۸مې نېټې په سهار اتو بجو پيل شوې او د همدې ورځې د ماسپښين په شپږو بجو پای ته ورسېدې.

په ایران کې څه دپاسه ۶۱ميليونه وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي او ایراني وګړو ته په کور دننه او بهر شپيته زره د رايې ورکولو مرکزونه جوړ شوي دي.

همدارنګه د ايران لوی رهبر سيد علي خامنه اي په تهران کې د رايې ورکولو په يو مرکز کې هم خپله رايه وکاروله.

د یادونې وړ ده چې د لومړي پړاو د رايې ورکولو وروسته به هغه کانديد چې څه باندې پنځوس سلنه رايې تر لاسه کړي، په مستقيمه توګه به د ایران ولسمشر وټاکل شي.