شي جين پينګ د پيرو له ولسمشرې ډينا بولوارټي سره خبرې اترې وکړې
CMG2024/06/29 11:07:01
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۸مې نېټې له غرمې وروسته د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د پيرو له ولسمشرې ډينا بولوارټي سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ په  اشارې سره ويلی، چې د چين او پيرو تر منځ دوستي له اوږدې مودې راهيسې ټينګه شوې ده. په وروستيو کلونو کې د دواړو خواوو تر ګډو هڅو لاندې دواړو هېوادونو په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ کړې او زياتې لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې، په پيرو کې د دواړو هېوادونو د تصديو په همکارۍ مهمې پروژې د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي په ترڅ کې مهم رول لوبولی دی.

 چين له پيرو سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي ورسره متقابل سياسي باور لا ټينګ کړي، واقعي همکارۍ پياوړې کړي، د تمدنونو تبادلې زياتې کړي، څواړخيزې همکارۍ پراخې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د لا نوي پرمختګ هڅونه وکړي.

مېرمنې بولوارټي وويل، چې دواړو هېوادونو په وروستيو کلونو کې د سياست، اقتصاد او تجارت، فرهنګ په شمول ساحو کې زياتې همکاريزې لاسته راوړنې تر لاسه کړې، په ځانګړې توګه په پيرو کې د چيني تصديو پانګونې دغه هېواد ته زيات کاري فرصتونه او پرمختللي تخنيکونه او تجربې وړاندې کړې دي.