د چين او وينزويلا مشرانو د خپلمنځي سياسي اړيکو د پنځوسمې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول
CMG2024/06/29 11:09:05
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جون په ۲۸مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې نن د چين او وينزويلا تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له پنځوسمې کليزې سره برابره ده.  د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د وينزويلا ولسمشر نيکولاس ماډورو موروس يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه استولي او په ګډه يې د دغه مهمې شېبې نمانځنه کړې ده.

وياندې ماو نينګ زياته کړه، چې له ۵۰کلونو راهيسې چين او وينزويلا د پرمختګ بهير تېر کړی. سره له دې چې نړيوال حالات همېشه د بدلون په حال کې و، دواړو خواوو تل د يو بل د مرکزي ګټو او د پاملرنې وړ مهمو مسئلو په هکله متقابل پوهاوی او ملاتړ کړی، په ګډه يې نړيوال عدالت او د پرمختيايي هېوادونو عادلانه حقونو او ګټو ساتنه کړې، دغه راز په خپل منځ کې يې نه ماتېدونکې دوستي   ټینګې کړې ده .