ملګرو ملتونو د تلپاتې پرمختیا موخو د عملي کولو راپور خپور کړ
CMG2024/06/29 12:00:22
شريکول:

ملګرو ملتونو د جون په ۲۸مه نېټه د تلپاتې پرمختیا موخو د عملي کولو راپور خپور کړ چې پکې راغلي، د دوامدار یا تلپاتې پرمختیا موخو د عملي کولو موده یوازې ۶ کاله پاتې ده، خو اوس تر لاسه شوې پرمختیا له ټاکلو موخو سره ستر توپیرونه لري.

په دغه راپور کې ویل شوي، د تلپاتې پرمختیا په موخو کې یوازې ۱۷ سلنه کارونه عادي روان دي، له یو پر درېیمې برخې کارونه ځنډول شوي دي. د نړۍ په ډېرو سیمو کې د شخړو سختېدو، جغرافیايي وضعیت د ترینګلتیا او د خرابو اقلیمي ستونزو له امله د تلپاتې پرمختیا کارونه له زیاتو خنډونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوترېش له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د پرمختیايي هېوادونو د تلپاتې پرمختیا موخو لپاره پانګې راغوڼدې کړي، پولي جوړښت دې اصلاح کړي، د ډیالوګ او ديپلوماتیکو تدبیرونو له لارې دې توپیرونه لرې کړي او د کليدي چارو سمون دې وهڅوي.