د اذربایجان د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد ولسمشر ايهام هيدار اوکلو علیوف د جون په ۲۸مې نېټې د ملي پارلمان د انحلال او د نویو پارلماني ټاکنو د ترسره کولو فرمان لاسلیک کړ.
د دغه فرمان له مخې، اذربایجان به د روان کال د سپټمبر په لومړۍ نېټې له ټاکلي وخت نه مخکې پارلماني ټاکنې ترسره کړي.
د اذربایجان ملي پارلمان ۱۲۵ غړي لري چې د ماموريت موده یې پنځه کلونه دي. اوسنی پارلمان د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې ټاکل شوی و.
(ژباړه: شکريه)