وانګ يي په جلا جلا توګه د ميانمار پخواني ولسمشر، د کوريا جمهوريت پخواني صدراعظم او د ټايلنډ له پخواني مرستيال صدراعظم سره وکتل
CMG2024/06/30 15:15:10
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې په جلا جلا توګه د ميانمار د پخواني ولسمشر تهين سين، د کوريا جمهوريت له پخواني لومړي وزير لي هايچان، د ټايلنډ له پخواني لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير ډون پراموډوينای سره وکتل چې په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو د خپرېدو د اويايمې کليزې په يادغونډه کې د ګډون لپاره چين ته راغلي دي.

وانګ يي وويل، ۷۰ کلونه مخکې، د چين د وخت مشر په سوله کې د ګډ ژوند پنځه اصول وړانديز کړي، چې لومړی د ميانمار فعال غبرګون تر لاسه شوی او په اسيا کې پراخ شوی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۸مه نېټه په دغه یادغونډه کې د دغو پنځو اصولو روحيې او او عصري ارزښت بيان کړ.

چين غواړي له ميانمار، کوريا جمهوريت او ټايلنډ سره يو ځای په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو د تطبيق او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره نوې هڅې وکړي.