د جاپان په اوکینواکین کې امریکايي سرتېري پر یوې جاپانۍ ښځې جنسی تېری کړی
CMG2024/06/30 15:34:53
شريکول:

د جاپان د کیوتو نیوز  خبر ورکړ، د جون په ۲۸مه د دغه هېواد په اوکینواکین کې امریکايي سرتېري په داسې حال کې پر یوې جاپانۍ نجلۍ جنسی تېری کړی چې د تېرې مې میاشتې په ۲۶مه هم ورته پېښه ثبت شوې وه.

د کیوتو نیوز د اوکینواکین ولسوالۍ د ځايي څارنوالۍ په حواله ویلي: د تېرې مې میاشتې په ۲۶مه نېټه یوه ۲۱ کلن امریکايي سرتیري پر یوې جاپانۍ ښځې جنسی تیری کړی.

سرچینې ویلي، دغه امریکايي سرتېري د جاپانۍ ښځې سترګې ور پټې کړې خو جنیسي تېری يې ناکامې وې.

دغه امریکايي سرتیری د ځايي پولیسو لخوا ونیول شو.

د دې ولسوالۍ د شمېرنې له مخې، په جاپان کې میشتو امریکايي سرتیریو او کورنیو غړو یې له ۱۹۷۲ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په ژونو، جنسي تېریو او لوټماړيو ۶۲۰۰ پېښې کړې دي.