چين په برياليتوب سره د چينا ساټ درې اې(China Sat 3A) سپوږمکۍ وتوغوله
CMG2024/06/30 15:17:56
شريکول:

چين د جون په ۲۹مه نېټه د ون چانګ د فضانوردۍ د سپوږمکي توغولو په ډګر کې د CZـ۷م لېږدونکي راکټ له لارې په برياليتوب سره د چينا ساټ درې اې (China Sat 3A) سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله او دغه سپوږمکۍ په سالمه توګه ټاکلي مدار ته داخله شوې ده.

دغه سپوږمکۍ د مخابراتي بروډکسټينګ سپوږمکۍ ده، چې مشترانو ته د اواز، ډجيټل او راډيويي او ټلويزيوني سيګنال د ليږلو خدمتونه برابرولی شي.

دا  د CZ لړ وړونکو راکټونو ۵۲۶م ځل الوتنه ده.