ګوند کې داخلي تصفيه د چين د کمونست ګوند د دوامدار پرمختګ راز دی
CMG2024/06/30 15:45:30
شريکول:

د ۲۰۲۴م کال د جون لومړۍ نېټه به د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له ۱۰۳مې کاليزې سره برابره وي. په ۱۹۴۹م کال کې د چين کمونېست ګوند نوی چين جوړ کړی او په تېرو مسلسلو ۷۵ کلونو کې يې واک خپل کړی چې په دې سره يې د عصري نړۍ په تاريخ کې داسې ګوند ګرځېدلی چې د نورو ګوندونو په پرتله ډېر وخت په واک کې پاتې دی. نو ايا دغه ګوند  به واک ته دوام ورکړي؟ د چين د کمونېست ګوند غړي  دغې پوښتنې ته مثبت ځواب ورکوي. نو دغه ګوند باید څنګه په برياليتوب سره خپل واک ته ادامه ورکړي؟ د دې ګوند عمومي منشي شي جین پینګ ويلي چې بايد د ګوند په داخل کې د تصفيې له لارې ځاني پرمختګ ومومي او خپل واک ته دې ادامه ورکړي.

څه باندې سل کاله دمخه د مارکسيزم افکار چين ته خپاره شوي. د مارکسيستي افکارو له مخې کله چې توليدي اړيکې د توليدي ځواک د پرمختګ مخنيوی کوي، نو ټولنيز انقلاب به رامنځته شي. په عين وخت کې د مارکسيزم په تړاو کتابونو کې داسې ليکل شوي، هغه سياسي ډله چې حاکمه طبقه له منځه يوسي، لومړی دې خپلې نيمګړتياوې لرې کړي تر څو د ټولنې د بيا ابادۍ دنده پر غاړه اخيستلی شي. له دې څخه ښکاري چې واکمن ګوند که د ټولنيز انقلاب د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي، لومړی بايد خپلې نيمګړتياوې لرې کړي او ځاني تصفيه دې تر سره کړي. نوځکه هغه ګوندونه چې ټولنیز انقلاب پرمخبوزي، بايد ځانی تصفيه تر سره کړي يعنی انقلابيان بايد لومړی ځاني تصفيه تر سره کړي. همدا د چين د کمونېست ګوند د ځاني تصفيې تيورۍ د رامنځته کېدو لامل دی. په حقيقت کې د چين  کمونېست ګوند د تيورۍ په سيستم کې داسې ټاکل شوی چې ګوند يې نه يوازې واکمن ګوند بلکې تصفيي ګوند هم دی. دا چې د واکمن ګوند په توګه د چين د کمونېست ګوند بايد د تولیدي ځواک د ازادېدو او د توليدي ځواک او اړيکو ترمنځ د تضادونو د لرې کولو لپاره هڅې وکړي. که دغه ګوند ټولنيز انقلاب تر سره کړي، نو بايد لومړی ځانی تصفيه تر سره کړي. که څه هم سياسي تصفيې دنده په پوره توګه يې تر سره کړه، خو ټولنيز انقلاب لا هم روان دی.

نو ځکه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پینګ د مارکسيزم بنسټيز اصول د چین له مشخصاتو او غوره چينايي عنعنوي کلتور سره يو ځای کړی او د دې ګوند  په داخل کې د تصفيې په نوم د ګوندي ابادۍ بنسټيز تيوري يې وړاندې کړې او دغه تيوري يې د هېواد د دايمي سولې او خونديتوب د رامنځته کېدو او د واکمن بدلون له دوران څخه د وتلو ځواب بللی دی. د ده په اند د چين کمونېست ګوند په نړۍ کې د مارکسيزم تر ټولو لوی واکمن ګوند په توګه خپلې ستونزې هم لري، نو باید د واکمنو ستونزو، د اصلاحاتو او ورخلاصون، بازاري اقتصاد او بهرني چاپيريال د ننګونو او د ذهني ارامۍ، د توان  کمزورتيا او د فساد په شمول د خطرونو پر وړاندې ويښ واوسي، نو ګوند مو باید پر ځاني تصفيې ټينګار ولري. هغه د دې تيورۍ په هکله داسې توضيحات ورکړي چې لومړی، د چين د کمونېست ګوند بايد داخل کې تصفیه وکړي يعنې د ګوند په دننه کې فساد عناصر له منځه يوسي ، دوهم بايد ځاني نیمګړتیاوې پوره کړي، درېیم دې ځاني نوښت ته پام واړوي او څلورم دې وړتيا او توان لا پیاوړی کړي.

عمومي منشي شي جین پینګ نه یوازې په نوې زمانې کې د واکمن ګوند د ابادۍ لپاره ياده تيوري وړاندې کړی بلکې د ده په مشرۍ يې ۹۸ ملیونه ګوندي غړو په دې برخه کې ډېرې هڅې کړې دي. د چين د کمونېست ګوند د عمومي منشي په توګه له ټاکل کېدو راهيسې هغه په پر له پسې توګه د ګوند په داخل کې تصفيې نظام او معیارونه بشپړ کړي، په جدي توګه دې د دې ګوند اداره کړې، د جدي رويې پر غوره کولو يې ټينګار کړی او د فساد ضد مبارزې د برياليتوب لپاره يې ډېرې هلې ځلې کړې چې د چين ځانګړی خصوصيت لرونکي سوسياليستي چارې پرمخبوزي.