د نړیوال بانک له مشر اجیې بانګه سره د چین ميډیا ګروپ ځانګړې مرکه
CMG2024/06/30 15:32:22
شريکول:

د نړیوال بانک له مشر اجیې بانګه څو ورځې مخکې د چین میډیا ګروپ له خبریال سره ځانګړې مرکه وکړه.

دا چې نړیوال اقتصاد مخ پر ځوړ او کمزورتیا په حال روان دی، د چین د کورني تولید عمومي ارزښت تېر کال له ۱،۲۶ ټریلیونو یوانو څخه زیات شوی او د ۲۰۲۲ کال په نسبت ۵،۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

ښاغلي اجیې بانګه په دې اړه وویل، د ۲۰۲۲ کال په نسبت د چین په اوسنۍ اقتصادي اندازه کې پنځه سلنه زیاتوالی د پام وړ بریالیتوب دی، په عین وخت کې چین د نړیوال اقتصاد د ښه کېدو لپاره ۳۰ سلنه خدمت کړی دی. اوس چین د اقتصاد د نوي پرمختګ طریقې په لوري کوښښونه کوي او په دې ترڅ کې نوښتي تکنالوژۍ، زرغون چارو او مصرفي زیاتوالۍ ته اړتیا لري. شک نشته چې چین به په دې بهیر کې له زیاتو ستونزو سره مخ وي، خو باور لرم چې چین به له دغو ستونزو سره ښه مقابله وکړي.