ایران کې ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې
CMG2024/06/30 15:13:41
شريکول:

د ايران د ټولټاکنو کمېټې وياند محسن اسلامي د جون په ۲۹مه نېټه د ولسمشريزو ټولټاکنو د رایو تازه شمېر خپور کړ چې د دغه هېواد د روغتيا پخواني وزير معسود پزشکیان او د ایران د اټومي مسئلې په اړه خبرو اترو کې د ایران د پلاوي مشر سعيد جليلي تر ټولو زیاتې رايې ګټلې، خو ځکه چې د کوم یو رایې له نیمې برخې زیاتې نه وې، نو ټاکنې به دوم پړاو ته لاړې شي او په لومړي پړاو کې د مخکښو نوماندانو (سعیدجلیلي او مسعود پزشکیان) ترمنځ به د جولای په پنځمه نېټه بیاځلي سیالۍ وشي.

محسن اسلامي په همدې ورځ په تهيران کې يوه خبري ناسته کې د ياده نتيجه اعلان کړه.