امريکايي چارواکي: امريکا اسرائيل ته لسګونه زره درانه بمونه ورکړي دي
CMG2024/06/30 14:33:17
شريکول:

رويټرز خبري اژانس د جون په ۲۸مې نېټې د دوو امريکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې امريکا د اسرائيل او فلسطين تر منځ د نوي پړاو شخړې له پيلېدو راهيسې اسرائيل ته لسګونه زره درانه بمونه ورکړي دي.

د دې راپور له مخې، امريکا د پروسږ کال د اکټوبر له اوومې نېټې راهيسې اسرائيل ته لږ تر لږه ۱۴ زره بمونه چې وزن يې ۲۰۰۰ پونډه دی، ۶۵۰۰ بمونه چې وزن يې ۵۰۰ پونډه دی، د دوزخ اور په نوم ۳۰۰۰ AGM-114 ټانک ضد توغندي، ۲۶۰۰ هوايي بمونه او نور ډول ډول وسلې ورکړې وې.

هغه بمونه چې وزن یې تر۵۰۰ پونډو ډېر وي، د درنو بمونو په توګه ګڼل کېږي.

د مالوماتو له مخې، امريکا په وروستیو کلونو کې هر کال اسرائيل ته په مليارډو ډالرو پوځي مرستې ورکړې دې.

(ژباړه: شکريه)