اسرئيلي ځواکونو د جون په ۳۰مې نېټې په يوې اعلاميه کې ويلي، چې ۱۸ سرتيري يې په همدې ورځ په ګولان لوړو کې د بېپيلوټه الوتکې د بريد له امله ټپيان شوي دي.
اعلاميه وايي، چې ياد ټپيان شوي سرتيري په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د یوه وضعيت پکې نازک ښودل شوی دی.
په اعلاميې کې نه دي ويل شوي، چې ياد بريد د کوم هېواد او یا ډلې له لوري ترسره شوی دی.