د چين اقتصاد په عمومي توګه زياتوالی موندلی
CMG2024/07/01 10:18:57
شريکول:

د چين د احصايې د ملي ادارې د خدماتي چارو څېړنيز مرکز او د دغه هېواد د مالونو د لېږد رالېږد او د توليداتو د پېر ګډې ټولنې د جون په ۳۰مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په تېر جون کې د چين د توليدي صنعت د پېرلو مديرانو ګراف (PMI) ۴۹.۵ سلنې ته رسېدلی او د تېرې مې مياشتې له ورته شمېرې سره برابروالی لري.

د چين عمومي اقتصاد زياتوالی موندلی او د شنونکو په اند، د اقتصاد د دوامدار لوړوالي او ښه والي بنسټ به یې وساتل شي.

د چين د فلزاتو او اورګاډو، بېړیو، هوايي تجهیزاتو د صنعت توليدي شاخص له ۵۵ سلنې څخه پورته شوی او د اړوندو چارو توليدات یې چټک پرمختګ موندلی دی.