د سل کلن ګوند د سياسي لاسته راوړنو پېژندنه
CMG2024/07/01 15:05:48
شريکول:

 

عصري چين ګڼ شمېر کورني او بهرني بحرانونه تجربه کړي او د هېواد د ژغورلو لپاره مختلف پلانونه پکې يو په بل پسې پلي شوي دي. په يادو پلانونو کې د لويديځ له سياسي موډلونو، لکه پارلماني، څو ګوندي او رياستي سياسي نظامونو څخه تقليد هم شامل و، چې په ټول له ناکامۍ سره مخ شول. په پای کې د چين کمونيست ګوند ملت سره متحد کړ څو د چيني ځانګړتياوو لرونکی د سوسياليستي پراختيا مسير ومومي.

له يوې پېړۍ ډېرې مودې راهيسې د چين کمونيست ګوند د خلکو د خوښ ساتلو او چيني ملت د بيا ځوانولو ماموريت پر مخ بيايي چې د پام وړ پراختيايي موخې او لومړنۍ اصلي نظري پايلې یې ترلاسه کړې دي. په پراخه کچه پر پېژندل شويو اقتصادي اوټولنيزو لاسته راوړنو سربېره، د سل کلن ګوند سياسي لاسته راوړنې هم د پام وړ دي. تېر ته په پام، لاندې تاريخي تجربې د چين د کمونيست ګوند د سياسي لاسته راوړنو کليدي بېلګې دي.

په چين کې د سیاسي ملا تير رامنځته کول: د چين کمونيست ګوند په دغه هېواد کې تر ټولو ستر سياسي ځواک او د سياست د ملا تير دی چې د چين خلک پرې باور لري. يوازې د چين کمونيست ګوند د چين په څېر د يو پراخ هېواد د اداره کولو لپاره چې له ۱.۴ ميلياردو ډير نفوس لري اړين سياسي حيثيت او اداري توانمندي لري. دغه ګوند د څه باندې پنځو ميليونونو بنيادي ادارو او تر ۹۹ ميليونو ډيرو غړو په درلودلو سره پر دې بريالی شوی چې د چيني ملت تر منځ اجماع تر ټولو لوړې کچې ته ورسوي او هيواد د مشترکو موخو پر لور رهبري کړي. د مختلفو قشرونو وړتيا لرونکي خلک کولی شي چې د چين د کمونيست ګوند د ادارو او ملي حکومت غړيتوب واخلي. دا چاره د دې ضمانت کوي چې د چين رهبري تل د هغو خلکو په لاس کې وي چې ملت ته وفادار دي.

د چين له تاريخي ملي وضعيت سره سم د سياسي اصلاحاتو راوستل: د چين کمونيست ګوند تل د چين سياسي سيستم ته د دغه هېواد له تاريخي او ملي شرايطو سره سمه پراختيا ورکړې ده. دې چارې د ملي پراختيا سمه مسير ټاکنه تضمين کړې او د واحد دولت د حکومتي سيستم له اړتياوو سره یې مطابقت ورکړی دی. ډيموکراټيکه مرکزيت پالنه چې د وارداتي سيسټم او د چين د ځايي خاورې ترکيب دی د ملي پراختيا د اړتيا وړ کارنده پرېکړو له کولو او په ورته وخت کې د ګوند د يووالی او ټولنيزې ډيموکراسۍ له ټينګښت سره مرسته کړې ده.

د ولسي کانګريس سيسټم د چين څو پوړيز اداري او بالاخره د قانون جوړونې سيسټم دی چې د پراخ نفوس او پراخې ځمکې لرونکي چين له بنيادي ملي وضعيت سره بيخي جوړ دي او دا ډاډمنوي چې په دغه هېواد کې واک د ولس په لاسونو کې دی. د چيني ولس سياسي مشورتي کنفرانس، چې د حکومت تر ټولو ستر سياسي مشورتي ارګان بلل کيږي، په «تنوع کې همغږۍ» تمثيلوي، چې د چين په تاريخي او کلتوري دودونو کې ژورې رېښې لري او د ثبات او پراختيا دوام ډاډمنوي. دا ټول بنسټونه د هېواد د اداره کولو لپاره د چين د کمونيست ګوند حکمت او پراخ نظري څرګندوي.

د ډيموکراسۍ د پراختيا دوامداره تعقيب: خلک د هېواد بنسټونه دي او که چېرې د يوه هېواد بنسټونه پاخه وي، نو سوله او ثبات به هم پکې ټينګ وي. «د زړه له تله د خلکو خدمت» د چين د کمونيست ګوند تلپاتې اساسي موخه ده. دغه ګوند د خلکو د غوښتنو پر انعکاس، د خلکو د حقونو او ګټو پر خونديتابه او د چين په سياسي ژوند کې د خلکو د هوساينې پر ډيريدو ټينګار کوي.

د ولسي کانګريس سيسټم د ټولنيزې ډيموکراسۍ کليدي برخه ده. خلک د ولسي کانګريس له لارې په حاکميت کې ونډه اخلي. د ولسي کانګريس غړي د مختلفو طبقو، قومي ګروپونو او مذهبي ډلو له منځه ټاکل کيږي. ولسي کانګريسونه په مختلفو (د ښارګوټو، ولسواليو، ښارواليو، ولايتونو او ملي) کچو کې موجود دي. په ۲۰۲۳ کال کې په مختلفو کچو کې د ولسي کانګريس د ټولو غړو شمېر چې د ازادو ټاکنو له لوري د چين په بېلابېلو سيمو کې ټاکل شوي وو ۲.۷۷ ميليونه تنه و.

د ښه ټولنيز نظم او ژوند د وحدت ساتل: په ۱۹۴۹ کال کې د چين د ولسي جمهوريت تر رامنځته کېدو وروسته دغه هېواد د چټکې اقتصادي پراختيا او اوږدمهالي ټولنيز ثبات دوې داسې معجزې وليدې چې په نړۍ کې ساری نه لري. يادې دواړې معجزې د چين د سياسي سیسټم له برکته رامنځته شوې.

د اداري او قانون جوړونې د چارو د تنظيم لپاره د اصلي سوسياليستي ارزښتونو تعقيبول: د قانون او فضيلت حاکميت ته پابندي او د قانون په حاکميت، ټولنيزې پراختيا او ورځني ژوند کې د سوسياليستي ارزښتونو مدغمول د چين د سياسي جوړښت مهمه ځانګړنه ده. په ۲۰۰۱ کال کې چين «د ملت د اخلاقو د ټينګښت او پليتابه طرحه» صادره کړه او له ۲۰۱۹ کال راهيسې «په نوې زمانه کې د ملت د اخلاقو د ټينګښت او پليتابه» طرحه پلې کوي چې په پايله کې یې د اساسي سوسياليسيتي ارزښتونو پليتوب او د چيني ملت د دوديزو فضايلو تقويه کېدل ډاډمن شوي دي.

د چين د کمونيست ګوند سياسي لاسته راوړنو د چيني ټولنې د پراختيا لپاره پوخ سياسي بنسټ رامنځته کړی دی. يوازې د چين د کمونيست ګوند په پېژندلو سره کولی شو چې چين وپېژنو. د چين کمونيست ګوند به د چيني سټايل عصري کېدو په خصوصياتو د چيني ملت د بيا ځوانولو لپاره په روښانه غوښتنې سره د ښې راتلونکې پر لور ډاډمن ګامونه واخلي.