د فرانسې د پارلمان د لومړي پړاو ټاکنې د جون په ۳۰مې نېټې ترسره شوې او د نظرپوښتنې پايلې ښيي، چې د دغه هېواد ښی اړخی ګوند " راسمبلیمېنټ نېشنل " د څلور دېرش سلنې رایو په ترلاسه کولو سره مخکې دی.
د کیڼ اړخو نوي اتحاد " د فرانسې نوې مشهوره جبهه " د اته وېشت اعشاريه يو سلنې رایو او د واکمن پي سي اېف(PCF) ګوند د شل اعشاريه درې سلنې رايو په ترلاسه کولو سره دوهم او درېيم ځایونه خپل کړي دي.
د فرانسې د پارلماني ټاکنو د رای اچونې دوهم پړاو به د جولای په اوومې نېټې ترسره شي.
(ژباړه: شکريه)