روسیمرې دیکارلو: د افغانستان مسئلې په اړه ۳مه ځانګړې نړیواله غونډه په صمیمي فضا کې ترسره شوه
CMG2024/07/02 10:47:57
شريکول:

د افغانستان مسئلې په اړه ۳مه ځانګړې دوه ورځنۍ نړیواله غونډه د جولای په لومړۍ نېټې د قطر په پلازمېنې دوحې کې پای ته ورسېده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روسیمرې دیکارلو، چې سیاسي چارې پر غاړه لري، خبري رسنيو ته ويلي، چې ياده غونډه په صمیمي فضا کې ترسره شوې ده.

نوموړې د غونډې موخه د افغانستان له مختلفو ټولنو سره تماس او له اوسنيو مقاماتو سره د یو لړ موضوعاتو په اړه بحثونه ياد کړي دي.

ملګري ملتونه دا تر غور لاندې نیسي، چې د بېلا بېلو ساحو د ګروپي ناستو لپاره مختلفې کاري ډلې جوړې کړي.

نوموړې د افغانستان مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو دریځ بیا څرګند کړی او ويلي يې دي، چې د اصولو پر بنسټ به له اوسنيو افغان مقاماتو سره تماس وساتي، څو ټول افغانان ترې ګټې واخلي.