وينزويلا به له امريکايي حکومت سره خپلمنځي ډيالوګ اعاده کړي
CMG2024/07/02 10:54:38
شريکول:

د وينزويلا ولسمشر نيکولاس مادورو موروس د جولای په لومړۍ نېټې په يوه ټلويزيوني پروګرام کې اعلان کړی، چې حکومت به يې په روانې اوونۍ کې له امريکايي حکومت سره خپلمنځي ډيالوګ اعاده کړي.

ولسمشر مادورو ويلي، امريکايي لوري له تېرو دوو اوونيو راهيسې څو څو ځلې ورڅخه د ډيالوګ د بيا اعاده کېدو غوښتنه کړې، اوس يې غوښتنه منلې او د جولای په ۳مې نېټې به ورسره خپلمنځي ډيالوګ اعاده کړي.

هغه د وينزويلا او امريکا ترمنځ د ډيالوګ اعاده کېدل يوه بيړنۍ دنده بللې ده.