شي جين پينګ د امریکايي ځوانانو تبادلوي پلاوي ته پيغام ولیږه
CMG2024/07/02 10:12:16
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جولای په لومړۍ نېټې د امریکايي ځوانانو هغه تبادلوي پلاوي ته پيغام ليږلی، چې اوسمهال له چين څخه په لېدنې بوخت دی.

نوموړي په پيغام کې د چین او امریکې خلک د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګښت بنسټ بللی او په خبره یې، خلک کولی شي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم نږدې او ټينګې کړي، د اړيکو راتلونکی پر غاړه واخلي.

نوموړي ويلي، حیاتي ځواک د دواړو هېوادونو د مختلفو سیمو د تبادلې له لارې ترلاسه کېدای شي.

شي جين پينګ هیله ښودلې، چې امریکايي ځوانان د دې سفر له لارې چین ښه وپېژني او احساس يې کړي، له چینايي ځوانانو سره تبادلې وکړي او دوستانه اړیکې ورسره ټينګې او د دواړو هېوادونو د خلکو د ژورې دوستۍ لپاره خدمتونه وکړي.

د امریکې دغه پلاوی د ۷ ایالتونو د ۱۴ منځنیو ښوونځیو له ۱۹۰ ښوونکو او زده کوونکو څخه جوړ دی.