شي جین پينګ د قزاقستان په رسنیو کې مقاله خپره کړه
CGTN2024/07/02 15:19:46
شريکول:

 د چين دولت رئیس شي جین پينګ د جولای په دوهمې نېټې قزاقستان ته د رسمي سفر په درشل کې د دغه هېواد په رسنيو کې په خپل قلم يوه ليکنه خپره کړې ده.

نوموړي د چين او قزاقستان ترمنځ د دوستانه اړيکو پرمختګ د تاریخ او زمانې له تمايل سره برابر بللی او هيله يې ښودلې چې د دغه سفر له لارې د قزاقستان له ولسمشر سره يو ځای د دواړو هېوادونو دوستي ټينګه اوخپلمنځي هراړخيزې همکارۍ ورسره ژورې کړي او د خپلمنځي دايمي او هراړخيزو ستراتېژيکو همکاریزو اړيکو ته نوی پرمختګ ورکړي.

نوموړي په ليکنې کې قزاقستان ته د خپل روان سفر بله مهمه اجنډا د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزې کې ګډون ياد کړی او په ټکو يې، قزاقستان د دغه سازمان د رئيسه هېواد په توګه د ماموریت پر مهال ډېر اغېزمن کارونه کړي دي.

شي جین پينګ باور ښودلی، چې د بېلا بېلو خواوو د ګډو هڅو په نتيجه کې به ياده سرمشريزه په برياليتوب ترسره شي.