شي جين پينګ استانې ته ورسېد
CMG2024/07/02 14:58:42
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲مې نېټې د قزاقستان پلازمېنې استانې ته ورسېد.

کله چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړې الوتکه د قزاقستان فضايي حريم ته داخله شوه، نو د دغه هېواد دوو جنګي الوتکو تر پلازمېنې استانې بدرګه کړه.

نوموړي به په استانې کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۴مې غونډې کې ګډون او له قزاقستان څخه به رسمې ليدنه وکړي.