ملګرو ملتونو د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ په تړاو د چين او ۱۴۰ هېوادونو ګډه طرحه تصويب کړه
CGTN2024/07/02 11:15:49
شريکول:

د ملګرو ملتونو ۷۸ مې عمومي اسمبلۍ د جولای په لومړۍ نېټې د چين او نورو څه باندې ۱۴۰ هېوادونو يوه ګډه طرحه تصويب کړې، چې له مخې به يې هېوادونه د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ وړتيا د لوړولو په موخه خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

په دغه طرحه کې راغلي، چې مصنوعي ځيرکتيا ته دې د انسانانو د ګټو، نيک نيت او ښېګڼو لپاره وده ورکړل شي او نړيواله ټولنه دې د همکاريو او رښتيني کړنو له لارې له هېوادونو سره او په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو سره د مصنوعي ځيرکتيا په پراختيا کې مرسته وکړي، څو  پرمختيايي هېوادونه د مصنوعي ځيرکتيا په نړيوال مديريت کې زياته ونډه ولري. 

په دغې طرحې کې له ټولو هېوادونو غوښتل شوي، چې  پرانيستی، عادلانه او له تبعيض څخه پاک سوداګريز چاپېريال جوړ کړي، په نړيوالو همکاريو کې د ملګرو ملتونو له رول څخه دې ملاتړ وکړي، مصنوعي ځيرکتيا ته دې ټولشموله او پراخې ګټې رسوونکی او دوام لرونکی پرمختګ ورکړي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ م کال د دوام لرونکي پرمختګ اجنډا په پوره کولو کې دې مرستې وکړي.