ذبيح الله مجاهد: د ملګرو ملتونو دريېمې غونډې کې پرمختګ شوی
CMG2024/07/02 14:42:52
شريکول:

د دوحې په دريېمه غونډه کې د افغانستان د لنډمهالي حکومت د پلاوي مشر او وياند ذبيح الله مجاهد د جولای په لومړۍ نېټې رسنيو ته ويلي، چې د ملګرو ملتونو د افغانستان مسئلې دريېمې غونډې کې پرمختګ شوی، ګډونوالو هېوادونو د همکارۍ روحيه ښکاره کړې او دوی به هم له اړوندو هېوادونو سره همکارۍ وکړي.

نوموړي ويلي، دوی غواړي د همدا ډول غونډې، ډيالوګ او تعامل له لارې له افغانانو سره مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې حکومت به یې د ځينو هېوادونو اندېښنو ته پاملرنه وکړي او په خبره یې، بېلا بېلې خواوې باید دوی ته وخت ورکړي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مسئلې دريېمه غونډه د جون په ۳۰مې نېټې د قطر په پلازمېنې دوحه کې ترسره شوه.

په دغې غونډې کې د مالي مرستو، د نشه يي توکو د له منځه وړلو او د نړيوالو همکاريو په اړه بحثونه شوي دي.

د افغانستان لنډمهالي حکومت په لومړي ځل يادې غونډې کې ګډون کړی و.