روان کال له بېجينګ نه مسکو ته د چينا ريلوۍ ايکسپرېس لومړی بار وړونکی اورګاډی وخوځېده
CMG2024/07/02 10:56:51
شريکول:

د چين ريلوۍ ملي ګروپ خبر ورکړی، د چينا ريلوۍ ايکسپرېس يو اورګاډی، چې پر کورنيو برقي ماشينونو، جامو، ساختماني توکو بار و، د جولای د ۲مې نېټې په سهار له بېجينګ څخه د مسکو پر لور حرکت کړی دی.

دا په روان کال کې له بېجينګ نه مسکو ته د چينا ريلوۍ ايکسپرېس لومړی بار وړونکی اورګاډی دی.

په بېجينګ کې د چين د ريلوۍ ملي ګروپ يوه مسؤل رسنيو ته ويلي، چې د بېجينګ او مسکو ترمنځ د چينا ريلوۍ ايکسپرېس بار وړونکو اورګاډو تګ راتګ به د بېجينګ او د اسيا او اروپا د مختلفو هېوادونو ترمنځ حمل و نقل ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي، چې نه يوازې لا زيات چيني توليدات به صادروي، بلکې زيات بهرني توکي به هم چين واردوي او دغه راز د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ او د پلازمېنې په توګه د بېجينګ د لا لوړې سويې ورخلاصون کې به هم پرمخبيونکی رول ولوبوي.

 

( سپوږمۍ)