بېجينګ: د استانې سرمشريزې کې به نوې همکارۍ پرمختګ ومومي
CMG2024/07/02 10:44:35
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په لومړۍ نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د استانې سرمشريزې کې به د بېلا بېلو خواوو ګډې نظريې راټولې شي او د غړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ به په ځوځښت راوالي.

 نوموړې ويلي، د شانګهای همکارۍ سازمان پر جوړېدو ۲۳ کلونه اوښتي او غړو هېوادونو  يې په سيمه کې د امنيت، همکارۍ او دوستۍ رغنده ځواک جوړ کړی او د نويو نړيوالو اړيکو او نويو سيمه ييزو همکاريو بېلګه يې جوړ کړې ده.

ماو نينګ ويلي، د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د استانې د سرمشريزې په څنډې کې د غړو هېوادونو له مشرانو سره پر ژورو همکاريو او نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو بحثونه وکړي او د دې سازمان د راتلونکي پرمختګ لاره به روښانه کړي.

چين به د استانې تر سرمشريزې او پوره ۷ کلن ځنډ وروسته د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتی رئيسه هېواد په توګه دنده واخلي.