د امريکا په اوهايو ايالت کې د ډزو له امله ۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2024/07/02 14:41:52
شريکول:

د امريکا د اوهايو ايلات د سينسيناتي پوهنتون په شاوخوا کې د جولای په لومړۍ نېټه د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

راپورونه وايي، ياده پېښه د روانې مياشتې په لومړۍ نېټې د سهاروختي په ۲ بجو او ۵۰ دقيقو رامنځته شوې او پوليسو يې په تړاو يو شکمن کس نيولی دی.

پوليسو ويلي، د دې پېښې په اړه يې پلټنې پېل کړې دي.