د چين د کمونيست ګوند د تأسيس له پروسې د هغه د روحيې پېژندنه
CMG2024/07/02 15:45:16
شريکول:

د جولای لومړۍ نېټه د چين د کمونيست ګوند د تأسیس ۱۰۳يمه کليزه وه. درې کاله مخکې د ګوند د سلمې کليزې د نمانځنې په مراسمو کې د چين کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د ګوند علمي مفهوم او د تأسيس د لویې روحيې موقف په وضاحت سره خلاصه کړ: «سل کاله وړاندې په چين کې د کمونيزم لارويانو د چين کمونیست ګوند جوړ کړ او د ګوند لویې روحیې ته يې پراختيا ورکړه چې د لاندې اصولو پيروي کوي: د حقيقت او هيلو ملاتړ، له اصلي ارمانونو او بنيادي ماموريت سره رښتيني پاتې کېدل، د سرښندنې له ويرې پرته په زړوتيا سره مبارزه کول او له ګوند او خلکو سره وفاداري. دا روحيه د ګوند د قوت سرچينه ده».

دا روحيه په ژوره توګه د چيني کمونيستانو په ذهنونه کې حک شوې او د دوی مختلف نسلونه یې هڅولي چې له ستونزو سره په مبارزو کې برلاسي شي، د چين د انقلاب لوی عمل، سوسياليستي رغون، اصلاحات او په نوې زمانه کې د پرانيستنې پروسه یې په مؤثره توګه تقويه کړي دي. دا روحيه په مختلفو تاريخي مرحلو کې د ګوند د يوې پېړۍ مودې په شاندارو مبارزو کې هم منعکس کيږي.

د حقيقت او هيلو ملاتړ

په ۱۹۱۷ ميلادي کال کې په روسيه کې تر انقلاب وروسته په چين کې هم مارکسيزم – لينېنيزم وپېژندل شو. هغه مهال د چين د کمونيست ګوند يوه مخکښ (لي داژاو) دا درک کړه چې د مارکس تيوري د چين د پياوړتيا او هوساينې ته د خلکو د رسولو لپاره غوره نسخه ده. هغه وروسته له نورو مخکښانو لکه (چين دوکشيو) سره يو ځای د فعالو ګامونو اخيستل پيل کړل او د ګوند د تأسيسولو پلان یې جوړ کړ.

په ۱۹۲۱ کال کې د چين د کمونيست ګوند ملي کانګريس د ګوند جوړيدل اعلان او لومړی پروګرام یې تصويب کړ چې په څرګنده یې کمونيستي اصولو ته د ګوند ژمنتيا تصريح کوله.

له مارکسيزمه د چين ملاتړ نه يوازې د مارکسيستي اصولو په غوره کولو کې څرګنديږي، بلکې په چين کې د مارکسيستي اصولو د پليتابه په ډول کې هم منعکسيږي. مارکسيزم «چين ته له وړاندې تياره شوې نسخه وړاندې نه کړه، بلکې د لا ډيرو څېړنو لپاره یې د پيل يو ټکی ور په ګوته کړ». نوی رامنځته شوی د چين کمونيست ګوند په بشپړه توګه مارکسيستي عقايدو ته پابند پاتې نه شو، بلکې هڅه وشوه چې مارکسيستي اصول او عقايد د چين له کورني وضعيت سره ګډ او برابر کړل شي. دا هغه څه وو چې د چين کمونيست ګوند یې د وخت له نورو سوسيالیستي ګوندونو څخه متمايز کړی و.

اصلي هيلې او بنيادي ماموريت ته رښتيني پاتې کېدل

د چين خلکو ته د خوښيو ورکول او د چيني ملت بيا ځوانول د چين د کمونيست ګوند ماموريت دی. د دې دليل چې مخکښانو ولې مارکسيزم غوره کړ دا دی چې مارکسيزم کولی شي چې د دې لويې هيلې د تحقق لپاره علمي لارښود او ممکن مسير وړاندې کړي.

کله چې د چين کمونيست ګوند رامنځته شو نو د لومړي کانګريس غړو یې سخته هڅه وکړه څو د زاړه ماډل معيوبو ګوندونو مخه ونيسي او په دې توګه د چين کمونيست ګوند پر داسې لوري سوق شي چې د ټولنيز پرمختګ سبب شي او دغه راز په بهرنۍ نړۍ کې د خلکو د علايقو ښه استازيتوب وکړای شي.

پورتنۍ خودغرضي د چيني کمونيستانو اجماع وه چې غوښتل یې د بهرنيو يرغلګرو ځواکونو پر وړاندې کلک مقاومت وکړي او د چين ملت د نړۍ د نورو ملتونو په منځ کې سرلوړی وي. دا چاره د خلکو د ژوندانه د وضعيت په ښه کولو او د ملت په بيا ځوانولو کې د هغوی د مسووليت پذيرۍ څرګندونه کوي.

د سرښندنې له ويرې پرته په زړورتيا مبارزه کول

د چين د کمونيست ګوند لومړني ملي کانګريس پرېکړه وکړه چې ګوند به پرېکنده سياسي مبارزه کوي، ټولنيز انقلاب  به رامنځته کوي او له بل هيڅ ځواک سره به جوړښت نه کوي. د ګوند رهبرانو غوښتل چې د ګوند د تأسيساتي چارو د بشپړولو لپاره هر راز خطر ومني او د ګوند انقلابي روحيه له سرښندنې د نه ويريدو پر بنسټ تقويه کړي.

د چين د کمونيست ګوند په لومړي کانګريس کې د شاندونګ سيمې استازي په ۲۷ کلنۍ کې په داسې حال کې چې له ناروغۍ کړيده د ژوند تر وروستيو شېبو پر انقلابي فعاليتونو ټينګار کاوه. د هونان سيمې تجربه کار استازی شوهينګ په ۱۹۳۵ کال کې په داسې حال کې په اتلولۍ سره ومړ چې د خلکو يوه ډله یې خوندي ځای ته رسوله. د ورته بېلګو نوملړ خورا اوږد دی. دا بېلګې ښيي چې موخو ته د رسېدو لپاره په انقلابي روحيه تر وروستيو مبارزه د چين له يوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول شوې ده.

ګوند او خلکو ته وفاداري

د ولس ځواک ته اهميت ورکول د مارکسيستي عقايدو مهمه برخه ده. د چين کمونيست ګوند چې پر مارکسيستي عقايدو سنبال دی، د تأسيس په لومړيو کې په دې برخه کې خپل دريځ په وضاحت سره بيان کړ.

د ګوند تر جوړيدو وروسته، د ګوند مخکښان سره منسجم او له کارګرانو سره په فعاليتونو کې ښکېل شول. په ورته مهال نور سياسي قوتونه پر نخبه ګانو تکيه وو او په دې سره له ولسونو لرې او پردي شول. پايله یې دا شوه چې ټول سياسي حرکتونه یې د ولسي رېښو د نه لرلو له کبله له ناکامۍ سره مخ شول.

د چين کمونيست ګوند په لومړيو کې پر کارګرانو له تکيې رانيولې بيا د انقلاب پر مهال په کليوالو سيمو کې پر بزګرانو تر تکيې او په انقلاب کې د ونډې اخيستلو لپاره د ټولو ټولنيزو طبقو تر هڅولو او تر ټولنيز رغون او اصلاحاتو پورې ټوله تکيه پر خلکو کړې ده. د چين کمونيست ګوند له ولسونو سره د اړيکو په وسيله وده کړې، پراخ شوی او پياوړی شوی دی. ولسونه د ګوند د پياوړتيا سرچينه او د برياليتوب بنسټونه دي.

د چين کمونيست ګوند به، چې له يوې پېړۍ ډير عمر لري، خپل ارمان، ماموريت او عقايدو ته ژمن پاتې شي، د خلکو او ملت درناوي او پر ستونزو، خنډونو او مشکلاتو د برلاستيا لپاره مبارزې ته به ادامه ورکړي. دغه راز به د ګوند د تأسيس د لويې روحیې ميراث ولېږدوي او خلک به داسې رهبري کړي چې د چيني ملت د بياځوانولو ستر بهير درک کړي.