د چين ـ منځنۍ اسيا د اړيکو راتلونکی
CGTN2024/07/02 14:58:43
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د جولای له ۲مې نېټې څخه تر ۶مې نېټې پورې د قزاقستان  په پلازمېنې استانا کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۴مې غونډې کې ګډون وکړي او د دې ترڅنګ به نوموړی د قزاقستان د ولسمشر کاسيم جومارت توکايف او د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمن په بلنې له دغو دوو هېوادونو څخه رسمي ليدنې وکړي.

شنونکي په دې اند دي، له يادو هېوادونو څخه د رئيس شي جين پينګ ليدنې به د چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ تګ راتګ وهڅوي او اړيکې به یې نژدې کړي او دا د دواړو خواوو د ټينګ هوډ ښکارندويي کوي، چې په ګډه به پرمختګ مومي او  ژوره دوستي به پالي.

چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو په تېرو څه باندې۳۰ کلونو کې متقابل سياسي اعتماد ژور او دوستانه تګ راتګ زيات کړی او له پېچلي نړيوال وضعيت سره سره پر متقابل درناوي او اعتماد ټينګار لري. چين د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک د ابادۍ په برخه کې یې ورسره دوه اړخيزې همکارۍ جوړې کړې دي.

 د چين ـ منځنۍ اسيا لومړۍ سرمشريزه د تېر۲۰۲۳م کال په مې کې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه او د چين ـ منځنۍ اسيا د سرمشريزې ميکانيزم يې رسماً اعلان کړ او د دې تر څنګ، چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو د ملګرو ملتونو،‌ شانګهای همکارۍ سازمان،‌ د اسيا د متقابلې همکارۍ او اعتماد د تدبيرونو کنفرانس په شمول څواړخيزو ميکانيزمونو کې هم نژدې همغږي او همکارۍ لري.

چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو په تېرو څه باندې۳۰ کلونو کې متقابلې همکارۍ ټينګې کړي او سيمه ييز اقتصاد ته يې باکيفيته پرمختګ ورکړی دی.

چين او قزاقستان د کمربند او لارې په چوکاټ کې د توليدي ظرفيت او پانګونې همکارۍ ټينګې کړي،‌ د الاماتي د لمريز برېښناکوټ د جوړونې او د شيمکنټ د تېلو چڼځای د اصلاحاتو په شمول يو شمېر مهمې پروژې يې پلې کړې دي او د دې تر څنګ، چين د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې د برېښناکوټ په ګډون يو شمېر لويې پروژې يې جوړې کړي، چې سيمه ييز اقتصاد او د خلکو د ژوند ښه والي ته يې خوځنده ځواک ورکړی دی.

چين ـ قرغېزستان ـ ازبکستان په دې وروستيو کې په پلازمېنې بېجينګ کې د رېل پټلۍ پروګرام تړون هم لاسليک کړی، چې د درېيو واړو هېوادونو ترمنځ به تګ راتګ زيات او سيمه ييز اقتصاد او ټولنې ته به چټک پرمختګ ورکړي.   

چین او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو په تېرو څه باندې۳۰ کلونو کې ګډ امنيت او سیمه ييزه سوله او ثبات خوندي ساتلي او د دوامدارو عادي او غير عادي امنيتي ګواښونو پر وړاندې یې همکارۍ کړي او د خلکو د خوندي ژوند لپاره يې خدمتونه کړي دي.

چين او منځنۍ اسيا د دوه اړخيز او څواړخيز امنيتي ميکانيزم له لارې د امنيت نړیوال وړانديز پلی کوي، د سیمه ييزو شخړو په ارامولو کې رعنده رول لوبوي او د نړيوالې سولې او ثبات لپاره خدمتونه برابروي. 

چین او د منځنۍ اسيا پنځه هېوادونه ښه ملګرتيا پالي او د ګډ برخلیک ټولنه لري.

دواړه خواوې به خپلمنځي اړيکې دوامدارې پياوړې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به ګډې هڅې وکړي.