د چين استازي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې کې د ۸۰ هېوادونو په استازیتوب وينا وکړه
CGTN2024/07/02 10:45:22
شريکول:

په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين استازي چن شيو د جولای په لومړۍ نېټې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۶ مې غونډې کې د څه باندې ۸۰ هېوادونو په استازيتوب د مصنوعي ځيرکتيا له لارې د ښځو د حقونو د ساتنې په تړاو وينا کړې ده.

نوموړي ويلي، راتلونکی کال به د بېجینګ اعلاميې او عملياتي کړنلارې د تصويبېدو ۳۰ مه کليزه وي او د دغو سندونو لاسليک کوونکي دې دغه کليزه ښه فرصت وبولي او په استفادې دې يې جنسي برابرۍ ته وده ورکړي، څو ښځې د نوي کيفيت توليدي ځواک د پراختیا په برخه کې مهمې ګډون کوونکې، پیاوړې خدمت کوونکې او رښتينې ګټې ترلاسه کوونکې وګرځي.