ټرانسپورټ وزارت په کابل ښار کې د ټولو هغو موټرو غیر معیاري او اضافي څوکۍ راټولوي، چې د دغه ښار په بېلا بېلو مسیرونو کې فعالیت کوي.
کابل ښاريان د ټرانسپورټ وزارت د دغه اقدام هرکلی کوي، خو موټر چلونکي بیا اندېښمن دي او وایي یادې چارې یې پر کار منفي اغېزې کړې دي.