د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمنشي مرستیال نورلان یرمیکبایف سره ځانګړې مرکه
CMG2024/07/03 15:21:50
شريکول:

په استانې کې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ګډون پر مهال، د چين ميډيا ګروپ وياړ دی چې د دې سازمان د سرمنشي له مرستيال نورلان يرميکبايف سره يې ځانګړې مرکه وکړه.

يرميکبايف په مرکه کې ويلي، د شانګهای همکارۍ سازمان هر غړی هېواد خپل دريځ لري، خپلې ګټې تعقيبوي او خپل ملي دودونه ساتي. له همدې امله، دا زموږ چارواکو ته اړتیا لري چې ځینې ځانګړتیاوې ولرو، لکه زغمونکی، سړه سينه او ډيپلوماتيک حکمت.

نوموړي ويلي، د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د رئیس شي جین پینګ له خوا د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو وړانديز لوړه ستاينه کوي او په خبره یې شانګهای همکارۍ سازمان نظامي يا سياسي ګروپ او اتحاد نه دی او نه هم د مقاومت اصول لري.

يرميکبايف زياته کړې، شانګهای همکارۍ سازمان ټولې نړۍ ته د خبرو دروازې پرانيستلي او هېڅ يو لوری به په نښه نه کړي.