د چین او قزاقستان ګډه اعلامیه
CMG2024/07/03 22:18:46
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکايف په بلنه د جولای په ۲مه دغه هېواد ته سفر کړی او تر ۴مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه رسمي لیدنه وکړي او د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې به ګډون وکړي.

دواړو مشرانو له مهربانۍ ډکې دوستانه او صمیمي فضا کې خبرې اترې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګېدو د ۳۲ کلن بریالیتوبونه یې ستایلي دي. دوی پر دې ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو هراړخیزو موثرو همکاریو لپاره به کوښښونه وکړي او په خپلمنځي اړیکو کې به نوی طلايي ۳۰ کلن تاریخ جوړ کړي.

دواړو خواوو د ۲۰۲۳ کال د مې په ۱۷مه نېټه د چین او قزاقستان ترمنځ ګډه اعلامیه خپره کړه او پکې د متقابل سیاسي باور او د خپلمنځي همکارۍ د لا ټينګښت په شمول یو لړ محتویات په ډاګه شوي دي.