د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د قزاقستان ولسمشر کاسيم جومارت توکايف لېدنه وکړه
CGTN2024/07/03 14:50:37
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۳مې نېټې په سهار د قزاقستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له خپل قزاقي سیال ولسمشر کاسيم جومارت توکايف سره لېدنه کړې او د دواړو هېوادونو پر خپلمنځي اړيکو يې ورسره خبرې کړې دي.

شي جين پينګ له قزاقستان څخه د لېدنې په اړه خوشحالي څرګنده کړې او باور يې ښودلی، چې قزاقيان به د ولسمشر کاسيم جومارت توکايف تر لارښوونې لاندې يو غښتلی او سمسور هېواد اباد کړي.

نوموړي ويلي، د چين او قزاقستان ترمنځ دوستي د ورېښمو لرغونې لارې پر بنسټ جوړه شوې او دواړو هېوادونو د خپلمنځي رسمي اړيکو له ټينګېدو راهيسې په تېرو ۳۲ کلونو کې د همکارۍ ډېرې لاسته راوړنې لري او دايمي هراړخيزې ستراتيژیکې همکاريزې اړيکې يې جوړې کړې دي. 

شي جين پينګ ويلي، که نړيوال وضعيت هر څنګه بدلیږي، چين به له قزاقستان سره دوستي وساتي، هراړخيزو همکاريو ته به یې پرمختګ ورکړي، د مرکزي ګټو په برخه کې به ورڅخه ملاتړ وکړي او د دواړو هېوادونو د پرمختګ موخې به پوره کړي.

نوموړي هيله ښودلې،‌ چې له ولسمشر کاسيم جومارت توکايف سره يو ځای د چين او قزاقستان د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي او سیمه ييز او نړيوال پرمختګ ته زیاته مثبته انرژي ورکړي.