شي جين پینګ د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکايف سره په يوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ
CMG2024/07/03 18:35:18
شريکول:

د چين د دولت رئیس شي جين پینګ د جولای د درېیمې نيټې په غرمه د استانې په جمهوري ماڼۍ کې د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکايف سره تر خبرو اترو وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.

شي جين پینګ وويل: دا پنځم ځل دی چې له قزاقستان څخه لیدنه کوم او تر نهو مياشتو وروسته بيا له ولسمشر توکايف سره ملاقات کوم. همدا اوس مې په صميمي او دوستانه فضا کې له ولسمشر توکايف سره خبرې اترې وکړې او ګډو موافقو ته رسېدلي يوو. ده زياته کړه: مونږ دواړو په ګډه د چين د ولسي جمهوريت او قزاقستان ترمنځ يوه ګډه اعلاميه لاسليک او خپره کړې، د دواړو هېوادونو د راتلونکو مهمو همکاريزو برخو په هکله مو ګډ پلان جوړ کړی او د اقتصاد، پيوستون، انرژۍ، کرنې، ساينس او تخنيک او کلتور د مهمو برخو په تړاو مو د حکومتونو او څانګو ترمنځ همکاريز سندونه تبادله کړي چې همدا د دوه اړخيزو اړيکو د باکيفيته پرمختګ خوځښت راوړي.

توکايف په دې ناسته کې ويلي چې قزاقستان ته د رئيس شي جين پینګ سفر تاريخي اهميت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د نوي پرمختګ نوی پيل به وي. چين د قزاقستان ښه ګاونډی او دايمي هر اړخيز ستراتيژيک همکار هم دی. دوه اړخيزې اړيکې تل د متقابل درناوي او باور پر بنسټ وي، نو دواړه خواوې لاينحلې مسئلې او ستونزې نه لري. قزاقستان غواړي چې د چین او منځنۍ اسيا، د شانګهای د همکارۍ سازمان او د ملګرو ملتونو په شمول څو اړخيز چوکاټ کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړې تر څو په نوي طلايي دېرشو کلونو کې د دغو اړيکو په پرمختګ کې لازیاتې لاسته راوړنې ولري.