اسرائيلي ځواکونو په غزې کې د کډوالو پر يوه پنډغالي بريدونه کړي
CMG2024/07/03 10:40:59
شريکول:

 اسرائيلي ځواکونو د جولای د ۲مې نېټې په شپې د اردن سیند لوېدیځي غاړې کې د کډوالو پر نورشمس کمپ هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي دي.

د فلسطین خبري اژانس ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د روانې مياشتې په لومړۍ نېټې پر ياد پنډغالي د لوړې کچې ۷ ساعته پوځي عمليات ترسره کړي دي چې له امله یې يوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي دي.